تازه دمی ځواکونه په کندوز ولایت کې ځای پر ځای شول

s.mohmand

نن سهار د ملي اردو زیاد شمیر تازه دمی کمانډو او ځانګړی ځواکونه کندز ولایت ته ورسیدل.

دغه ځواکونه به د کندز ولایت د ښار او ولسوالیو په شاو خواه سیموکې دخلکو د ساتنې په موخه ځای پرځای شی.

دوسله والو ځواکونو د ستر درستیز درستیز وال ډګر جنرال محمد حبیب "حصاري" کندز ته د سفر پرمهال وویل: " په تیرو څو ورځو کې ترهګرو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او دوی د کندوز ښار له شاور خواه سیمونه تښتیدلی دی.