په فاریاب کې ۱۳ طالبانو ته د یوه ترهګریز برید پلان د جوړولو پر مهال مرګ ژوبله واوښته

s.mohmand

تیره شپه د طالبانو یوې ډلې پلان درلود، چې د فاریاب ولایت د ګرزیوان او شیرین تګاب ولسوالیو د اړوند مرکزي پر ځينو سيمو بریدونه وکړي.

د هیواد ملي دفاعي ځواکونو د دښمن دغه پلان د پلي کیدو مخه ونیوله.

د نښتو په جریان کې، ۵ طالبان وژل شوي او ۶ تن نور یي ټپیان شوي دي.

همدارنګه د طالبانو یو تګړه ماین جوړوونکى په نامه د نقیب الله په مقاتل پیژندل شوى د پشتونکوټ ولسوالۍ د خواجه ناموسی په شار کې د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی او یو بل ملګری یي ټپي شوى دى.