په پکتیا او خوست ولایتونو کې ۱۵ تنه ترهگر طالبان هغه مهال ووژل شول چې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو يې د بريد پلان درلود

s.mohmand

تیره ورځ وسله والو طالبانو پلان درلود د خوست ولايت دموسی خیلو ولسوالۍ د کاسین او د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ په اړوند سيمو کې پر امنيتي او دفاعي ځواکونو بریدونه وکړي.

د تندر قول اردو د لومړۍ پلې لوا زړورو منسوبينو د دغه بریدونو د پلان د عملي کېدو څخه د توپچي ځواکونو په مرسته مخنیوی کړی .

چې په پايله کي د خوست ولايت په موسى خيلو ولسوالۍ کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژل شوي ۳ میله سلاح او ۱ عراده ډاډسن موټر د وسله والو طالبانو تخریب شوې.

همدارنګه د پکتیا ولایت دجاني خیلو ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي.

په يادو نښتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هیڅ ډول زیان نه دی اوښتی.