په پکتیکا کې د‌ طالبانو د بريد مخنیوی وشو چې په پایله کې ۸ طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي

s.mohmand

تیره شپه طالبانو پلان درلود، د پکتیکا ولایت د «وازې خوا»ولسوالۍ په «مرجاني» او د «اورګون» و لسوالۍ په «شیخانو» کلي برید وکړي.

ملي دفاعي ځواکونو د دغه بریدونو د مخنیوي لپاره اقدام وکړ چې په پایله کې د «وازې خوا» ولسوالۍ د مرجاني په سیمه کې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د «اورګون» ولسوالۍ «شیخانو» په سیمه کې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱ تن ټپي شوی.