په لوګر کې د طالبانو د برید څخه مخنیوی وشو او (۶) تنه وسله وال طالبان ووژل شو

s.mohmand

تیره شپه وسله والو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د پل متاڼې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په ګرځنده ګزمه د بريد پلان درلود.

د ملي امنیتي ځواکونو منسوبينو د دغه برید د عملي کېدو څخه مخنیوی وکړو چې په پایله کې ۶ تنه وسله وال طالبان ووژل شو او ۲ میله کلاشینکوفونه او ۲ پایې ایکم مخابري هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي.