په غزني کې د وسله والو طالبانو بريد د ماتې سره مخ، ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي

s.mohmand

تیره ورځ وسله والو طالبانو د غزني ولایت مرکز اړوند د «ارزو کلان» په سيمه کې پر ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو برید وکړ .

ياد بريد د امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا د کلک ځواب په پایله کې له ماتې سره مخ شوی.

په دغه نښته کې ۴ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ تنه نور يې ټپيان شوي دي.