په فاریاب ولایت کې ۱۴ تنه وسوال طالبان هغه مهال وژل او ټپې شول چې د ملی امنیتي او دفاعی ځواکونو په پوستو یې بریدونه وکړ s.mohmand https://mod.gov.af/ps/node/1741 وسله وال طالبانو تیره شپه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ دبندرشاخ، د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د خانقاء څلور لارې او د المار ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې په ملی امنیتی او دفاعی ځواکونو په پوستو بریدونه وکړ. دغه بریدونه د ملي امنیتي، دفاعي او هوایي ځواکونو له خوا له ماتې سره مخ شوي. په یادو بریدونو کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور یې مرګونې ټپيان شوي دي.