په پکتيکا کې د وسله والو طالبانو برید ۱۴ تنو وسله والو په مرګ ژوبلې له ماتې سره مخ شو.
تیره ورځ وسله والو طالبانو د پکتيکا ولايت د زيړوک ولسوالۍ اړوند د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ.
ملي امنیتي ځواکونو لخوا دغه بريد له ماتې سره مخ شو چې په پايله کې ۸ تنه وسله وال طالبان ووژل شو او ۶ تنه نور ټپيان شول. ددې ترڅنګ د وسله والو طالبانو یو شمير وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
په خواشینۍ سره په دغه بريد کې د ملي امنيتي ځواکونو ۲ تنه منسوبين ټپيان شوي.
د یادونې وړ ده چې وژل شوي وسله وال د ترابي او صبري وسله والو ډلو غړي دي.