په شمال کی د ملکي وګړو د تلفاتو په تړاو د طالبانو بی بنسټه ادعا
د تاوتریخوالي د کموالي په تړاو د طالبانو له دوامداره تخطیو وروسته، د دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو رهبري د فعالې دفاع برنامه عملي کړه چې دغه برنامه د جګړې په جبهو کې په ځانګړي توګه د هېواد په شمال کې د طالبانو د پرله پسې ماتې لامل شو.
اوس چې طالبان د محاربې په میدان کې د مقابلې توان نلري، د ملکي تلفاتو په اړوند بې اساسه خبرونه خپروي.
د روانې میاشتې په ۲۲مه، د بدخشان ولایت په وردوج او نسۍ ولسوالیو کې او د روانې میاشت د وری په ۲۳مه د جوزجان ولایت په خم آب ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو د هوايي ضربو په پايله کې پراخ تلفات طالبانو ته واوښتل او الحمدالله عامو وګړو ته هېڅ ډول تلفات ندي اوښتي.