په بدخشان کې د ۲۷ طالبانو وژل کېدل

zia_omid

تېره ورځ یوه ډله طالبانو، د بدخشان په وردوج او نسی ولسوالیو د برید پلان درلود، چې د هېواد دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو د طالبانو ددغه پلان په خبریدو، د هېواد د هوایي ځواک په ملاتړ د دښمن ددغه پلان د مخنیوي په موخه ګام پورته کړ.

په دې ترڅ کې، په وردوج ولسوالۍ کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۶ نور یې ټپیان شول.

همداراز، په نسی ولسوالۍ کې هم ۱۶ طالبان ووژل شول او ۳ نور یې ټپیان شول.

د بدخشان لپاره د طالبانو د نومول شوي والي اصلي پټنځای هم په دې هوایي ضربو کې له زیاتو وسلو او مهماتو سره په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

په دې بریدونو کې، عامو وګړو ته هېڅ ډول زیان ندی رسیدلی.