١٨ تنه ترهګر وژل شوي دی

zia_omid

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱٢ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ٦هوايي بریدونه د هېواد په ٩ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ١٨ تنه ترهګر وژل شوي او۱٢ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- نهرسراج ولسوالۍ  کې د هوایي بریدونو په پایله کې ٧ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بلخ- چهاربولک اوبلخ ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو په  پایله کې ٤ تنه ترهګر وژل شوي  او ٧ تنه ټپیان شوي دي.
فراه -  پشت رود ولسوالۍ  کې د هوایي بریدونو په پایله کې ٤ تنه  ترهګر وژل شوي  او یو موټر له منځه وړل شوی دی .
لغمان- علینګار ولسوالۍ کې د  ځوابي ډزو په  پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ٤ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- شاولیکوت ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په  پایله کې يو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.