۶۳ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۱۵هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۶۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

ننګرهار- شیرزادو ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په  پایله کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په  پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هلمند- نهرسراج ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې د چانیزو عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو موټر سایکل او یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

ارزګان- دهراوود، خاص ارزګان ولسوالیو او مرکز اړوند سیمو کې د چانیزو عملیاتو، هوایي او توپچي بریدونو په  پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان یو پټڼځای او یو تونل له منځه وړل شوی دی.

زابل- ارغنداب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او۳ تنه ټپیان شوي دي.

کنړ- څوکۍ ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

خوست- نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.

تخار- دشت قلعه ولسوالۍ کې د  ځوابي ډزو په  پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موضع ګانې له منځه وړل شوي دي.

بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د هوایي برید په  پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.