دملي پوځ ۱۸۴ تنه بریدملان د کندهار د پوځي ښوونیز مرکز څخه فارغ شول
د ۲۰۵ اتل قول اردو د بېلابېلو جزوتامونو اړوند ۱۸۴ تنو بریدملانو د یولړ مسلکي او پوځي زده کړو د تر لاسه کولو وروسته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دفراغت سند لیکونه تر لاسه کړل او د خلکو د سر او مال څخه د دفاع او خدمت لپاره چمتو دي.
د دغه بریدملانو د فراغت مراسم هغه مهال تر سره شول, چې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان برید جنرال ارکانحرب “بېک مراد وفایي” او د کندهار ولایت یو شمېر سیمه ییزو او امنیتي چارواکو شتون در لود.