۳۴ تنه ترهګر ووژل شو
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱تنه ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.
هلمند- نهر سراج او نادعلی ولسوالیو کې د هوایي برید ونو او چانیز ځانګړوعملیاتو په پایله کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۳ تنه نیول شوي،۳ موټر، د دښمن د سوق او ادارې یو مرکز له منځه وړل شوی، یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
ارزګان- مرکز اړوندسیمو کې د هوایی برید او ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ پټنځایونه، د وسلو اومهماتو ۲ دیپو ګانې له منځه وړل شوي او ۷ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
زابل- ترنګ او جلدک ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بادغیس- مقر ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي.
بلخ- نهر شاهی ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.