18 تنه ترهګر ووژل شول

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه  ټپیان او ۱۰ تنه نیول شوي دي.

پکتیا- جاجي آریوب او زرمت ولسوالیو کې د چانیزو عملیاتو هوایي برید په پایله کې ۷ تنه ترهګر نیول شوي، یو تن شکمن کس نیول شوی، ۲ موټر، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات  لاسته راغلي دي.

هلمند- نهر سراج او نادعلي ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو دچانیزو عملیاتو او هوایي برید په پایله کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲ تنه نیول شوي، یو کیلوګرامه مخدره توکي لاسته راغلي، د ماین جوړولو یوه کارخونه او د چاودیدونکو توکو یوه پټنځای له منځه وړل شوی دی.

بلخ- شولګره ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي. 

کندهار- تشاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند زنګیتان سیمه  کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي.

ارزګان- خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.

کندز- چهار درې ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې د کماندو ځواکونو دچانیزو عملیاتو په پایله کې ۷ تنه ترهګر نیول شوي یو شمیر وسلې او مهمات لاس ته راغلي او ۱۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.