۱۵ تنه ترهګر ووژل شول

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۵  تنه ترهګر وژل شوي ، ۵  تنه  ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.

هلمند- ګرمسیر او نهر سراج ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر  له منځه وړل شوي دي. 

پکتیا- ارګون ولسوالۍکې د ځوابي برید په ترڅ کې  ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نیول شوي دي.

جوزجان- فیض آباد  ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

تخار- خواجه غار ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

فراه- قلعه کاه ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن  نیول شوی دی.