57 تن دهشت افگن کشته

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۱۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۷  تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.

تخار- د هوايي بریدونو په پایله کې، چې په درقد ولسوالۍ کې تر سره شوي ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- د هوايي بریدونو په پایله کې، چې په سنګین او نهر سراج ولسوالیو کې تره شوي ۹ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یوه موضع له منځه وړل شوي دي.

پکتیا- د هوايي بریدونو په پایله کې ، چې په زرمت ولسوالۍ کې تر سره شوي ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان، یو موټر سایکل، یو پټنځای او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بلخ- د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په پایله کې، چې په کشنده او زارع ولسوالیو کې تر سره شوي ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

میدان وردک- د هوايي برید په پایله کې، چې په چک ولسوالۍ کې تر سره شوی ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن شکمن نیول شوی دی.

کندهار- د هوايي برید په ترڅ کې، چې شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې تر سره شوی ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

فراه- د هوايي بریدونو په پایله کې، چې په قله کاه او پشت کوه ولسوالیو کې تر سره شوي ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان، یو پټنځای او یو موټر له منځه وړل شوي دي.

نیمروز- د هوايي برید په پایله کې، چې په دلارام ولسوالۍ کې تر سره شوی ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- د هوايي بریدونو په پایله کې، چې د خوګیاڼیو ولسوالۍ په عزیز خیلو کلي کې تر سره شوي ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیکا- د هوايي برید په پایله کې، چې په زیروک ولسوالۍ کې تر سره شوی ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بادغیس- په هوايي برید کې، چې په قدس ولسوالۍ کې تر سره شوی یو تن ترهګر وژل شوی او یو ټپي شوی دی.

کندز- د هوايي برید په ترڅ کې، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې تر سره شوی یو تن ترهګر وژل شوی، یو پټنځای او یو موټر له منځه وړل شوي دي.