۵۰ تنه ترهګر ووژل شول
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۱۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ ټپیان او د ۱۳ شکمنو په ګډون ۱۷ تنه نیول شوي دي.
کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کندز- ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي او د دښمن ۳ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
غور- شهرک ولسوالۍ په دره ګک او سیاه دره سیمو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان، یو موټر او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
فاریاب- المار ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، یو ټپي او د دښمن ۳ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
لغمان- علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، یو تن شکمن نیول شوی، له چاودېدنکو توکو څخه ډک یو موټر، ۳ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
غزني- ده یک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
میدان وردک- چک ولسوالۍ دمبی کلي کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
ننگرهار- مهمند دره ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او یوه کړۍ ماین کشف او شنډ شوی دی.
ارزگان- خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو پر یو پنډغالي د توپچي برید په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۶ ټپیان، یو موټر او ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
هلمند- واشیر او نهر سراج ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۴ تنه شکمن نیول شوي، یو موټر، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
کاپبسا- تګاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
نیمروز- دلارام ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې یو تن طالب ترهګر وژل شوی، ۴ تنه نیول شوي، ۳ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
فراه- لاش جوین ولسوالۍ په مرکز کلي کې د ځانګړو ګډو عملیاتو په پایله کې ۸ تنه شکمن نیول شوي دي.