۳۳ تنه ترهګر ووژل شول

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۱۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۳  تنه ترهګر وژل شوي، ۷ ټپیان او ۴  تنه نیول شوي دي.

هرات- چشت شریف ولسوالۍ په دره تخت سیمه کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بغلان- مرکزي بغلان ولسوالۍ د جرخشک په چوب فرشانو سیمه کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

بلخ- شولګرې ولسوالۍ په چرخاب سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان، یو تن شکمن نیول شوی او یو موټرسایکل لاسته راغلی دی.

کندز- خان آباد ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

کندهار- میوند ولسوالۍ په کاریز سیمه کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیا- ولایت په مرکز کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

لغمان- ولایت مرکز د ابراهیم خیلو په سیمه کې د بابا صاحب په کمپ کې د ګډو ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر نیول شوي دي.