۲۰ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

 

کابل - افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته ګواښونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۷ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

غزني- قره باغ او مرکز اړوند سیمه کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

فاریاب- بلچراغ او المار ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

جوزجان- قرقین ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو  په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او  ۳ تنه  ټپیان شوي دي.