۶۴ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ پلان شوي ګډ برید ګر او چاڼيز عملیات او ۲۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۴  تنه ترهګر وژل شوي، ۲۶ تنه ټپیا او ۵ تنه شکمن نیول شوي دي.

لغمان- علینګار ولسوالۍ په بصرام کلي کې د هوايي بریدونو په پایله کې د طالبانو د مول شوي والي ذین العابدین، د علینګار ولسوالۍ لپاره نومول شوي ولسوال قاري معراج او د طالبانو د یو شمېر نورو سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- نهرسراج ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ځانګړو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ پټنځایونه، ۳ موضعوې او ۲ موټر له منځه وړل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

غزني- ده یک ولسوالۍ او په لومړی لمبر لویه لار د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

سمنگان- ړره صوف ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.

بدخشان- نسۍ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزگان- خاص ارزګان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ ټپیان، یو موټر او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

هرات- زاول، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د ۲ تنو سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو ټپي، ۵ تنه شکمن نیول شوي او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

بلخ- کشنده او چهار بولک ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

کندز- چها دره ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.