۱۲۵ تنه ترهګر وژل شوي
کابل - افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ پلان شوي ګډ برید ګر او چاڼيز عملیات او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴۱تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- میوند او خاکریز ولسوالیو کې د د هوایي ځواکونو په ملاتړ د چانیزو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان "ضرار" او 3 پاکستانِ ماین جوړونکو په ګډون 41 تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲۲ تنه ټپیان ، ۴ موټر، ۱۴ موټر سایکلونه ، ۳ پټنځایونه، یو بلنداژ له منځه وړل شوي او ۲۸ کړي ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
غزني- قره باغ، آب بند ، ده یک او ګیلان ولسوالیو کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۲۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، ۲ موټر، ۲ موټر سایکلونه ، د مخدره توکو ۴ کارخونې له منځه وړل شوي او ۳۱ بورۍ چرس لاسته راغلي دي.
ارزګان- چورې او خاص ارزګان ولسوالیو کې د ځوابي او هوابي بریدونو په پایله کې ۱۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان ، یو شمیر وسلې او مهمات، یو موټر او ۳ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
کندز - خان آباد ولسوالۍ او مرکز اړوند نوآباد او بیش کپروک سیمو کې د هوایي برید په پایله کې ۱۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
بادغیس- مقر ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
پکتیا- ځدران ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۶ تنه طالب ترهګر وژل شوي، د وسلو او مهماتو یوه دیپو او ۲۴۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.
دایکندي- ګجران ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.
پکتیکا- برمل ولسوالۍ کې د هوایی برید په پایله کې دحقاني شبکې اړوند ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
فراه- مرکز اړوند شورابی سیمه کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
هرات- کشک کهنه ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو په ملاتړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو تن سیمه ایز قوماندان له خپل ساتونکي سره وژل شوي، یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
جوزجان- خانقا ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یوتن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
هلمند- ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.