۵۵ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۲۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۵  تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیا او ۳ شکمن کسان نیول شوي دي.

هرات- پشتون زرغون ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، ۴ پټنځي، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.  

تخار- دړقد ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، ۳ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

پکتیکا- برمل ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې د حقاني شبکې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندز- چادره ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو د برید په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزگان- خاص ارزګان او چارچینو ولسوالیو کې د ګډو ځانګړو عملیاتو او توپچي انداخت په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۳ شکمن کسان نیول شوي، ۲۲۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي، یو موټر، ۶ موټرسایکل، ۳۱۰ کیلو ګرامه چرس له منځه وړل شوي دي.

کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

غور- دولتیار ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو د بریدونو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو تونل او ۵ پټنځي له منځه وړل شوي دي.

هلمند- نادعلي ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

میدان وردک- جلریز ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

غزني- اندړو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.