۳۰ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
بدخشان- نسی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
فراه- بالابلوک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ- چاربولک ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
بغلان- دهنه غوري ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- ګرشک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.