۱۳ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
غزني- اندړو او مقر ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په پایله کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
هلمند- نادعلي، سنګین او ګرشک ولسوالیو کې د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.