۳۱ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۱  تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان او د ۱۰ شکمنو کسانو په ګډون ۱۴ تنه نیول شوي دي.

ارزگان- خاص ارزګان ولسوالۍ او ولایت مرکز ترینګوټ کې د هوايي ځواک په مرسته د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، کړۍ ماینونه، ۱۱۰ کیلو ګرامه چاودېدنکي توکي، یو راکټ، ۹۰ کړۍ په لاس جوړ شوي ماینونه، ۸ بلنداژونه، تر ځمکې لاندې ۶ تونلونه کشف او له منځه وړل شوي او یو شمېر تبلیغاتي اسناد لاسته راغلي دي.

هرات- اوبه ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

زابل- ترنک او جلدک ولسوالۍ د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو صوف له منځه وړل شوی دی.

غزني- مقر ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

غور- ولایت مرکز د آهنګرانو کلي کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۴ تنه نیول شوي، یو موټر، ۳ موټر سایکل له منځه وړل شوي او ۱۲۵ کیلو ګرامه تریاک لاسته راغلي دي.

پروان- بګرام ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۸ شکمن کسان نیول شوي یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

نیمروز- خاشرود ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ شکمن کسان نیول شوي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې د ماینونو ۲ زېرمې، یو پټنځی، یوه موضع له منځه وړل شوي او ۲۰۰ کړۍ ماینونه کشف او له منځه وړل شوي دي.