د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د تروریستي برید په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه !

zia_omid

نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې، یو ځانمرګی بریدګر چې په یو مازدا ډوله موټر کې سپور وو او د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د "ژېړ پله" په سیمه کې د میوند د ۲۱۵ قول اردو د درېمې لوا لومړي کنډک پورې اړوند پر یوې پوستې د برید قصد درلود، کله چې ځانمرکی بریدګر پوستې ته نږدې کېږي، د ملي اردو د زړورو سرتېرو له لوري پېژندل کېږي او پر ځانمرګي له ډزو وروسته، بریدګر ځانته چاودنه ورکوي.

په دې تروریستي برید کې په خواشینۍ سره د ملي اردو ۵ تنه زړور سرتیري شهیدان شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت رهبري، په دغه تروریستي او غیر انساني برید کې د ملي اردو د پنځو تنو زړورو سرتېرو په شهادت ژوره خواشیني څرګنده کړې، د شهیدانو لپاره جنت الفردوس او د دوی د کورنیو لپاره جمیل صبر او ددغې پېښې د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.

ترهګرو له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د مقابلې توان او روحیه له لاسه ورکړې، په دغه څېر تروریستي بریدونو لاس پورې کوي چې افغان زړور ځواکونه به په ټول قوت سره د خلکو د ځان او مال ساتنه وکړي او ددغو ترهګرو پر وړاندې به د ژوند تر وروستۍ شېبې مبارزه وکړي.