۴۳ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان او ۷ شکمن کسان نیول شوي دي.
زابل- جلدک او میزان ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
کندز- دشت ارچي او امام صاحب ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او د دښمن ۳ پټنځي له منځه وړل شوي دي.
لوگر- برکي برک او څرخ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او یو شکمن کس نیول شوی دی.
هرات- زاول ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- نهرسراج ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
پکتیکا- برمل ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
فراه- ولایت مرکز مزار کلي کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په پایله کې ۶ شکمن کسان نیول شوي دي.