۶۷ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۷  تنه ترهګر وژل شوي، ۳۰ تنه ټپیان او د ۸ شکمنو کسانو په ګډون ۳۰ تنه نیول شوي دي.

کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې هوايي ځواکونو په مرسته د ګډو ځانګړیو عملیاتو په پایله کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، ۸ تنه نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او ۱۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

فراه- ولایت شاوخوا کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ګډو ځانګړیو عملیاتو په پایله کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

 تخار- درقد ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- مقر او قره باغ ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- زاول او شینډنډ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې د زاول لسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال ملا شیرین ګل په ګډون ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي، ۸ شکمن کسان نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات، ۵۳ مبایلونه او څلور دانې لاسي بم غورځونکي لاسته راغلي او یو شمېر وسلې او مهمات او ۴ کیلو ګرامه تریاک له منځه وړل شوي دي.

هلمند- ګرشک ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

فاریاب- قرمقول ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

زابل- ولایت مرکز کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.