۲۲ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان او یو تن شوی دی.

بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- غوریانو ولسوالۍ او د ښار په څنډه کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو او ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات، ۲ موټر سایکل او د پاکستاني یو پېژند کارت لاسته راغلي دي.

 هلمند- سنګین ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

ارزگان- ګیزاب ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې یو تن ترهګر له یو میل وسلې سره نیول شوی دی.