متحده عربي اماراتو ته د ملي دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد سفر!

zia_omid
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۳۰ - ۱۰:۴۴
سفر اسدالله خالد سرپرست وزارت دفاع ملی به امارات متحده عرب

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاهد آل نهیان سره تیره ورځ په دبی کې ولیدل.

په دې لیدنه کې، د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراخوالي او له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو د همکاریو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د متحده عربي اماراتو ولیعهد، له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د خپل هېواد د مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست، له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پراخوالي ټینګار وکړ.

اسدالله خالد همداراز، د متحده عربي اماراتو د وليعهد د ورور شیخ سلطان بن زاید آل نهیان په فاتحه کې ګډون وکړ او د دوی له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته