۵۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۷ تنه ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.
کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
پکتیا- سید کرم او آریوب ځاځي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
لوگر- برکي برک ولسوالۍ او د ولایت مرکز په دګ کلا کلي کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان او له چاودېدونکو توکو څخه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ موضعوې، یو موټر سایکل، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۲۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
زابل- شاجوی ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
هلمند- مارجه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
فاریاب- پښتونکوټ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، د طالبانو د یو تن سیمه ییز قومندان په ګډون ۳ تنه نیول شوي، یو پټنځی او د وسلو او مهماتو ۲ زېرمې له منځه وړل شوي دي.
ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه داعشیان وژل شوي دي.
لغمان- ولایت مرکز بصرام سیمه کې د ماین په چاودنه کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
غور- ولایت مرکز کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر ټپیان شوي او ۲ میله وسلې لاسته راغلې دي.
کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر ټپي شوی دی.