۷۰ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.

بادغیس- بالامرغاب او آبکمري ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې د قومندان ملامعین الدین او په شمال کې د طالبانو د قطعاتو د تنظیم د مسوول شیخ مطیع الله په ګډون ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځی او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.

هلمند- نهرسراج ولسوالۍ او لښکرګاه ښار کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، یو موټر، د ماین جوړولو یوه فابرېکه او ۱۰ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

ننگرهار- هسکه مېنه او شېرزادو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او د چاودېدونکو توکو څخه ډک د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی دی.

ارزگان- ولایت مرکز شاوخوا کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

کندز- چار دره ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

لوگر- برکي برک ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

کندهار- خاکرېز ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

غزني- ولایت مرکز شالیزیو کلي کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

پکتیکا- سرحوضه ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

نیمروز- دلارام ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۳۰۰ کیلو ګرامه نېشه یي توکي، یو موټر او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.