۳۳ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۱۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- ده یک ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

زابل- شاجوی ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او ۲ موټرسایکل لاسته راغلي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.

بادغیس- آبکمري ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځی له منځه وړل شوی دی.

پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

فراه- بالابلوک ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.