۱۲۴ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او د ۴ شکمنو کسانو په ګډون ۶ تنه نیول شوي دي.

تخار- دړقد او اشکمش ولسوالیو کې هوايي ځواکونو په مرسته د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵۸ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو شمېر مستحکمې موضعوې له منځه وړل شوې دي.

هرات- رباط سنګي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۵ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- قرمقول ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي.

ننگرهار- هسکه مېنه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیکا- سرحوضه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

لوگر- محمدآغه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

زابل- ارغنداب او میزان ولسوالیو کې د توپچي انداخت په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

کندز- خان آباد او امام صاحب ولسوالیو کې د هوايي بریدونو ځوابي انداخت په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

میدان وردک- جلریز او چک ولسوالیو کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د ۳ شکمنو کسانو په ګډون ۵ تنه نیول شوي دي.

بغلان- ډنډغوري سیمه کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- شاولیکوټ ولسوالۍ کې د توپچي انداخت په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- ګرشک ولسوالۍ کې د ځوابي انداخت په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

پکتیا- سیدکرم ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو شکمن کس نیول شوی، ۳ موټر سایکل او ۲ موټر له منځه وړل شوي، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات، ۳ جلده د مالیې کتابچې لاسته راغلي دي.