۵۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۲۲هوايي بریدونه د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۴ تنه ټپیان او د ۴ شکمنو کسانو په ګډون ۸ تنه نیول شوي دي.
غزنی- اندړو، جغتو، ده یک او آب بند ولسوالیو کې د هوايي ځواکونو په مرسته د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي دي.
لوگر- خروار ولسوالۍ او ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
کندهار- میوند ولسوالۍ بند تېمور سیمه کې موخې ته د رسیدلو نه وړاندې د ماین چاودنې په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بغلان- د هوايي ځواکونو په مرسته د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، د طالبانو لخوا د سمنګانو ولایت د روی دوآب ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال مولوي شمشاد په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي، عرب تپه، کج وردکها، ملایانو کلي، دهنه غوري ولسوالۍ کې د احمدزیو جوی نو، له مرکز څخه تر پلخمري پورې لومړی نمبر لویه لار او په کیله ګي کې د علي خیلو کلی د دښمن له شتون څخه پاک او په ډنډ شهاب الدین کې جګړه دوام لري.
ننگرهار- هسکه مېنه، اچین، غني خيلو او مهمند دره ولسوالیو کې د هوايي بریدونو، توپچي انداخت، او ځوابي ډزو په ترڅ کې د ۳ داعشانو په ګډون ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او ۴ شکمن کسان له ۵ میله وسلو او ۲ موټر سایکل نیول شوي دي.
پکتیکا- اومنه، دیله او خوشامند ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
هلمند- ګرمسېر ولسوالۍ او لښکر ګاه کې د افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، یو شمېر وسلې او مهمات، ۲ د مبایل سېټونه لاسته راغلي، ۱۱۵۰ کیلو ګرامه تریاک په سیمه کې له منځه وړل شوي او ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
زابل- ولایت مرکز کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.