۸۵ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۸۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۹ ټپیان او ۱۰ شکمن کسان نیول شوي دي.
بادغیس- ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
زابل- مرکز شاوخوا سیمو کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰۰ بوشکې ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
غزنی- ګیرو، مقر او آب بند ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ ټپیان، ۲ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
هلمند- سنګین او مارجه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ ټپیان، ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي او د دښمن ۵ پټنځي له منځه وړل شوي دي.
ارزگان- چوره او خاص ارزګان ولسوالیو کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
فراه- انار دره ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
میدان وردک- ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.
نیمروز- غوریانو ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر نیول شوي دي.
لوگر- برکي برک ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر نیول شوي او د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.