۲۴ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- چوره ولسوالۍ او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل وشوي، ۹ ټپیان، ۳ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غور- دولتیار ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

کابل- موسهي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

غزنی- اندړو ولسوالۍ او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان او د دښمن یو پټنځی له منځه وړل شوی دی.

بلخ ولایت- بلخ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.