۳۴۶ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۴۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۴۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۹۹ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- خواجه عمریو، خوګیاڼیو، ده یک ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو او توپچي ډزو په ترڅ کې ۸۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او ۱۴ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

غور- دولتیار ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

کابل- موسهي او پغمان لسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

کنر- دانګام لسوالۍ کې د هوايي بریدونو او توپچي ډزو په ترڅ کې ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ ټپیان، یو پټنځی او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بدخشان- تشکان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

میدان وردک- جلریز او نرخ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ ټپیان، یو موټر، ۱۱ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

زابل- ارغنداب، ترنک، جلدک ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

هرات- شینډنډ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۱ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- خاص ارزګان ولسوالۍ کې د توپچي ډزو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بلخ- چمتال ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یو تن سیمه ییز قومندان ګل نبي مبارز په ګډون ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.

 فاریاب- پشتونکوټ او شیرین تګاب ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ تنه ټپیان شوي دي.

تخار- چاه آب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لوگر- څرخ او برکي برک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او له چاودېدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.

خوست- موسا خیلو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د هوایي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.