۱۱۵ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او۱۶ تنه نیول شوي دي.

هلمند- نهر سراج او نادعلي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځانګړو ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۲۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۱۴ تنه نیول شوي دي.

بدخشان- وردوج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۵ موضعوې له منځه وړل شوې دي.

پکتیا- احمد آباد ولسوالۍ او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، د چاودېدونکو توکو ډک ۲ موټر، ۴ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غزنی- جغتو او ده یک ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.

میدان وردک- سیدآباد او چک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

زابل- شینکۍ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزگان- ولایت مرکز کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- مټاخان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لوگر- برکي برک ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، د وسلو او مهماتو یوه زېرمه، ۲ موتر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بلخ- نهرشاهي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هرات- شنډنډ ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوي، یو ټپي او ۲ شکمن کسان نیول شوي دي.