۱۴۸ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۲ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۶ تنه ټپیان او۱۳ تنه نیول شوي دي.
زابل- شهرصفا، سیوري ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بدخشان- راغستان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
میدان وردک- جلریز ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- واشېر، موسا کلا، سنګین، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
ارزگان- دهراوود ولسوالۍ او د ولایت مرکز په خانقا سیمه کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان، ۲ پټنځي ویران، ۱۰ کړۍ ماینونه او ۷۰ کیلو ګرامه چاودېدنکي توکي له منځه وړل شوي دي.
ننگرهار- اچین ولسوالۍ کې د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزنی- جغتو او قره باغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان دي، یو موټر سایکل لاسته راغلی او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
نیمروز- خاشرود او دلارام ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه نیول شوي، ۶ موټر له منځه وړل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
فاریاب- قیصار او المار ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
تخار- ینګي کلا ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیکا- وازه خواه ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
جوزجان- فیض آباد ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځی له منځه وړل شوی دی.