۲۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۱۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ هوايي ځواکونو ۱۴۱ الوتنې د ملي اردو په ننګه تر سره کړې؛ چې په پایله کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.
ارزگان- چوره ولسوالۍ او د ولایت په مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ په برسنګاني کلي کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کندز- امام صاحب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
تخار- ینګي کلا ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هرات- زور کوه ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
غزنی- قره باغ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.