۷۹ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او ۲ تنه نیول شوي دي.
ننگرهار- خوګیاڼیو او اچین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې د ۱۷ داعشیانو په ګډون ۱۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۹ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
بلخ- چاربولک ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او د تېلو ۲ ټانکرونه له منځه وړل شوي دي.
تخار- ینګي کلا ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
لوگر- خروار ولسوالۍ کې د هوايي برید او ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټرسایکل او د تېلو ۲ ټانکرونه له منځه وړل شوي دي.
هلمند- سنګین، ګرشک او نهر سراج ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
غزنی- آب بند، قره باغ او ګیرو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ شکمن کسان نیول شوي، ۴ پټنځي، د ځمکې لاندې ۲ تونلونه، یو موټر له منځه وړل شوي، ۷ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
ارزگان- ولایت مرکز په خانقا او شاه ظفر کلیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۹ تنه ټپیان، یو پټنځی او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
زابل- میزان ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او ۲ موټر سایکل لاسته راغلي دي.
خوست- موسا خیلو ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
میدان وردک- سید آباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی. ۱۸ وږي ۱۳۹۸