۵۷ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۶ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیان او ۱۴ شکمن کسان نیول شوي دي.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ او د میدان ښار ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای په ویرانه بدل شوی دی.

کندز- خان آباد- کندز ترمنځ لویه لار د ملرغۍ سیمه او امام صاحب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی دی.

هرات- کوهستان، غوریان او شنډنډ ولسوالیو کې د ګډو ځاکړو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۱۲ شکمن کسان نیول شوي، یو موټر، ۳ میله کلاشینکوف، ۱۳ شاژورونه، ۳ پرتلې، ۱ آیکم مخابره، د تلېفون ۱۱ سېټونه، آته زره نه سوه او دیرش(۸۹۳۰) افغانۍ لاسته راغلي، یو موټر، یو موټر سایکل، ۳۵۰ کیلوګرامه تریاک او په سیمه کې د بېلابېلو مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.

غزنی- خواجه عمریو او ده یک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بلخ- چمتال ولسوالۍ د علي زیو کلي کې د هوايي بریدونو او ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه نیول شوي، ۲ سېټه تلېفونونه، یو جلد کتابچه، د مخابرې یوه بطرۍ لاسته راغلي، ۲ موټر سایکل، یو فیر د راکټ انداز مرمۍ، ۳ پټاقۍ، یو دانه د کلاشینکوف شاژور، د ملي اردو یوه جوړه یونیفورم، د آیکم مخابرې یو آنتن، ۴ بوشکې او په سیمه کې د تریاکو یو دری لېټره سطل له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- خوګیاڼیو او اچین ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ۲ داعشیانو په ګډون ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- مارجه او ناوه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

کاپیسا- تګاب ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر ټپي شوی دی.