دبدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ وروسته له ۴ کلونو د طالبانو له کنټرول څخه آزاده شوه
په بدخشان ولایت کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې، نن د یمګان ولسوالۍ د طالبانو له کنټرول څخه آزاده شوه.
دفاعي او امنیتي ځواکونو په یمګان ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې کورنیو او بهرنیو طالبانو ته درانه تلفات واړول او په پایله کې وروسته له څلورو کلونو نن د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ په یمګان ولسوالۍ کې ورپول شو.
په دې عملیاتو کې زیات شمیر طالب ترهګر افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي. مخکې له دې دفاعي او امنیتي ځواکونو د یاد ولایت وردوج ولسوالۍ وروسته له پنځو کلونو د طالبانو له کنټرول څخه آزاده کړه.
اوس مهال افغان ځواکونه په بدخشان ولایت کې د پرمختګ په حال کې دي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې عملیات په جدي توګه دوام لري.