۱۱۷ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۶ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۷ هوايي بریدونه د هېواد بېلابېلو برخو کې تر سره کړي.
هوايي ځواکونو ۱۵۶ الوتنې د ملي اردو په ننګه تر سره کړې، چې په پایله کې ۱۱۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۴۳ تنه ټپیان شوي دي.
دا عملیات د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره شوي دي.
بغلان- مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
بدخشان- جرم او بهارک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
هرات- اوبه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
میدان وردک- مرکز شاوخوا سیمو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کاپیسا- تګاب او نجراب ولسوالیو کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
هلمند- نهرسراج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بلخ- بلخ ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
غزني- اندړو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.