۱۴۰ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۳ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي دي.
د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۴۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.
سمنگان- دره صوف ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزنی- اندړو، ده یک او قره باغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان او ۵ موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.
بدخشان- جرم، یمګان او کران او منجان ولسوالیو کې د هوایي بریدونو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ- زارع ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بغلان- ولایت مرکز اړوند حسن خېلو کلي کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- نادعلي ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
ننگرهار- سره رود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی دی.
کاپیسا- نجراب ولسوالۍ په افغانیه دره کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
هرات- شینډنډ او کشک رباط سنګي ولسوالیو کې د هوايي برید او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
پروان- شینوارو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
لوگر- محمدآغه ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.