‏د زمري ۲۴مه د افغانستان د فتحې او له امریکایي اشغاله د هیواد د آزادي په مناسبت بګرام هوايي اډه کې د لوی پوځي پرېډ په ترسره کولو سره دریېمه کلیزه ولمانځل شوه

s.mohmand
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۵ - ۱۰:۴۹
‏د زمري ۲۴مه د افغانستان د فتحې او له امریکایي اشغاله د هیواد د آزادي په مناسبت بګرام هوايي اډه کې د لوی پوځي پرېډ په ترسره کولو سره دریېمه کلیزه ولمانځل شوه

نن د زمري ۲۴مه په افغانستان کې د نړۍ لوی زبرځواک، امریکا او متحدینو څخه د خپلواکۍ اخیستلو سره برابره ده، په همدې ورځ د افغانستان اسلامي امارت مجاهدینو د امریکا او د هغو د ملګرو پر وړاندې له شل کلنې سرښندنې او قربانيو وروسته د اشغال لمن ټوله او اشغالګر یې له خپل هیواد څخه وویستل، په همدې مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت دنورو ارګانونو سره په همغږۍ د هیواد د خلکو له اتلوليو، زړورتیاوو او سرښندنو څخه د درناوي په خاطر د بګرام په هوایي ډګر کې، پوځي پرېډ ترسره کړ او د هیواد د بېلابېلو ځانګړو پليوځواکونو، سپرو ځواکونو او د هوايي ځواک په ملتیا سره يې درېیمه کلیزه ولمانځله.

په دغه لوی پوځي پرېډ کې د ریاست الوزراء د ټولو مرستیالانو په ګډون د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه سراج الدین"حقاني"، د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد"، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي، د وسلوال پوځ لوی درستيز قاري محمد فصيح الدين"فطرت"، د اسلامي امارات د کابينې غړو، د ځینو بهرنیو هيوادونو سفیرانو، د وزارتونو رئيسانو،علماء کرامو، د وزارت منسوبينو او ګڼ شمېر نورو مجاهدينو او هیوادوالو ګډون درلود.

دغه ستره پوځي غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت پیل او ورپسې دافغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مرستیالانو او د کابینې نورو غړو ویناوې وکړې او د ریاست الوزراء د مبارکۍ پیغام ټولو ځواکونو او ګډون والو ته وړاندې شو.

ورپسې د وسلوال پوځ لوی درستیز د پوځي تشريفاتو او د قطعاتو له معاینه کولو وروسته ځواکونو ته د مبارکۍ پیغام ولوست او د اسلامي امارت رهبري ته یې د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل؛ مجاهدین په جهادي بڼه، د ځانګړو عملیاتو کنډک، د ملي نظامي اکاډمۍ محصلین، د پليو، سپرو، هوايي ځواکونه او نورو قطعات په ځانګړي نظامي نظم او ډسپلین د لوژ مخې ته د احترام په وړاندې کولو سره تیر شول او خپلې وړتياوې یې نندارې ته وړاندې کړې.

په دغو مراسمو کې ټولو داخلي او بهرنیو رسنیو ګډون درلود او د تلویزونونو له لارې په ژوندي بڼه نشرات روان وو.

په پای کې دغه مراسم له يرغلګرو څخه د غنیمت شويو بېلابېل ډول زغروالو پوځي وسايطو، پوځي تجهیزاتو ، پرمختللو وسلو نندارې ته په وړاندې کولو سره او د دعایې په ویلو سره پاى ته ورسيدل.
 

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته