۲۰۷ ظفر قول اردو څخه ۶۰۰ سرتېري فارغ شول

د ۲۰۷ ظفر قول اردو د ښوونیز ساحوي مرکز څخه د ملي اردو ۶۰۰ تازه دمي سرتيري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته نن فارغ شول.
یاد سرتېري د فراه او بادغیس ولایتونو او ولسوالیو سیمه ییزو ټولیو څخه وو چې وروسته ۱۲ اونیو د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ څخه فارغ شول.
دغو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې د قول اردو د ښوونې او روزنې مسولینو افسرانو، برید ملانو او سرتیرو ګډون درلود.
دغو تازه فارغ شویو ځواکونو ډاډ ورکړ چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه په ټول ځواک او توان سره هڅه وکړي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې هېوادوالو ته زیان ورسوي.