۱۲۲۷ تنه سرتیري، بریدملان او افسران له پوځي زده کړو وروسته فارغ شول

s.mohmand
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۲:۱۷
 ۱۲۲۷ تنه سرتیري، بریدملان او افسران له پوځي زده کړو وروسته فارغ شول

۱۲۲۷ تنه سرتیري، بریدملان او افسران له ګډ محاربوي قوماندانۍ څخه فارغ شول.

ددغو اتلانو د فراغت مراسم نن د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې د عمومي قوماندان ډګر جنرال پاینده محمد ناظم او ددغه وزارت د جنرالانو او افسرانو په شتون ترسره شو.

جنرال ناظم وویل: په پوځي تعلیماتو سمبالتیا او ستاسو دا لوی صفونه د دښمن پر زړه لړزه راولي او په هره کچه چې د عمل په ډګر کې په ژمنتیا مبارزه وکړئ په هماغه کچه به د خپلو خلکو په زړونو کې ځای ترلاسه کړئ او د هېواد په تاریخ کې به د اتلانو او سرښیندونکو په توګه یاد شئ.

همداراز د ګډې محاربوي قوماندانۍ سرپرست ډګروال عبدالظاهر بارز وویل چې دغو ځواکونو د خپلو زده کړو په ترڅ کې، د بیلابیلو وسلو د استفادې او جنګي تاکتیکونو لپاره لازم مهارتونه ترلاسه کړي دي او اوس په بشپړ ډول چمتو دي څو د خپلو خلکو له ځان او مال څخه په سمه توګه دفاع وکړي.

فارغانو د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر وړاندې د صادقانه مبارزې ډاډ ورکړ او ټولو په یوه غږ هېواد ته د خدمت کولو لپاره د چمتوالي اعلام وکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته